اسلام آباد 05 اکتوبر (اے پی پی)وزيراعظم عمران خان سره د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق صنجراني د جمعې په ورځ وزيراعظم هاؤس كښې ليدلي دي ۔د وزيراعظم آفس څخه جاري شوي بيان له مخې د سېنېټ چيئرمېن وزيراعظم ته د خپلو دورو آذربائيجان او قطر په اړه بريفنګ وركړو۔د سېنېټ چيئرمېن وزيراعظم ته په ګوادر كښې په كېدونكي آسيائي پارليماني اسمبلۍ غونډه كښې د خاص مېلمه په توګه د ګډون بلنه وركړه۔په آسيائي پارليماني اسمبلۍ كښې د 40 هېوادونو د ګډون هيله ده ۔وزيراعظم د آسيائي پارليماني اسمبلۍ غونډه كښې د ګډون بلنه قبول كړه